تركيه كښې د ملټري چورلكه د تربيتي پرواز په مهال رالوېدو سره تباه شوې٬ څلور عسكر مړه

انقره 26 نومبر (اے پي پي)د تركيې په استنبول ښار كښې د استوګنې په سيمه كښې د ملټري چورلكه رالوېدو سره تباه شوې چې په نتيجه كښې يې 4 عسكر مړه شوي۔د تركې صوبائي ګورنر وئېلي دي چې د استنبول سنجاق تپه ضلع كښې د تربيتي پرواز په مهال چورلكه رالوېدو سره تباه شوې چې له امله يې 4 عسكر مړه او يو يو عسكر سخت ژوبل شوې۔د حكومتي دفتر له مخې په دې پېښه كښې كوم وګړي د مرګ يا ژوبل اطلاعاعت نه دي ترلاسه شوي۔د ځايې خبري اژانس ايجنسۍ اناطوليه له مخې چورلكه 4 منزله ودانۍ سره جنګېدلې۔د تركيې د دفاع وزير ووئيل چې ژوبل شوې عسكر انتهائي نګهداشت(آئي سي يو)كښې ساتلې دې۔