تهران 19 نومبر (اے پي پي﴾د برتانيې خارجه وزير جرمي هنټ د يو اعلٰی كچ سياسي پلاوي په مشرۍ كښې په يوه ورځنۍ دوره د ايران پايه تخت تهران ته رسېدلې دے۔په خپله يوه ورځنۍ دوره كښې د برتانيې خارجه وزير د ايران خپل هم څنګ محمد جواد ظريف پشمول اعلٰی قيادت سره ملاقات كوي چې پكښې به د اتومي لوظ نامې٬دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې په تازه وضعه …
د برتانيې خارجه وزير جرمي هنټ په يوه ورځنۍ دوره ايران ته ورسېد

مزید خبریں
تهران 19 نومبر (اے پي پي﴾د برتانيې خارجه وزير جرمي هنټ د يو اعلٰی كچ سياسي پلاوي په مشرۍ كښې په يوه ورځنۍ دوره د ايران پايه تخت تهران ته رسېدلې دے۔په خپله يوه ورځنۍ دوره كښې د برتانيې خارجه وزير د ايران خپل هم څنګ محمد جواد ظريف پشمول اعلٰی قيادت سره ملاقات كوي چې پكښې به د اتومي لوظ نامې٬دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې په تازه وضعه د خيالاتو څرګندونه كوي۔جرمي هنټ د ايران دورې څخه وړاندې وئېلي وو چې اتومي لوظ نامه د مينځني ختيز استحكام لپاره مهمه ده او كه ټولې ډلې دې په دې 100 فيصده عمل وكړي نو دا لوظ نامه به په ځاې ساتلې شي۔ده ووئيل تر څو چې ايران په جوهري لوظ نامه قائم وي مونږ به د دې لوظ نامې پابند يو۔تهران كښې د خپلې استوګنې په مهال د برتانيې خارجه وزير د ايران قامي سلامتي كونسل اعلی سېكتر اېډمرل علي شمخاني سره هم ملاقات كوي









