ملائیشیا، د پخواني وزیراعظم په كورودانه د بډو اخستلو مقدمه

کوالالمپور 15 نومبر (اے پی پی) د ملائیشیا پخواني وزیراعظم نجیب رزاق په کورودانه روسماہ منصور د 45 ملیونه امریکائي ډالر د بډو اخستلو مقدمه جوړه شوې ده۔ استغاثې په روسماہ منصور د بډو اخستلو دوه تورونه لګولو سره وئيلي چې هغې د هېواد په سکولونو كښې سولر پراجیکټ لګونكې کمپنۍ څخه د بډو په لړ كښې رقم وصول کړے۔ د دې پروژې مجموعي لګښت 298 ملیونه امریکائي ډالرو برابر …

کوالالمپور 15 نومبر (اے پی پی) د ملائیشیا پخواني وزیراعظم نجیب رزاق په کورودانه روسماہ منصور د 45 ملیونه امریکائي ډالر د بډو اخستلو مقدمه جوړه شوې ده۔ استغاثې په روسماہ منصور د بډو اخستلو دوه تورونه لګولو سره وئيلي چې هغې د هېواد په سکولونو كښې سولر پراجیکټ لګونكې کمپنۍ څخه د بډو په لړ كښې رقم وصول کړے۔ د دې پروژې مجموعي لګښت 298 ملیونه امریکائي ډالرو برابر ؤ۔