د چین او امریكې ترمينځه د امنيت په اړه د اعلیٰ كچ خبرې اترې به د جمعې په ورځ كېږي

واشنګټن 06 نومبر (اے پی پی) د چین او امریكې ترمينځه د امنيت په اړه د اعلیٰ كچ خبرې اترې به د جمعې په ورځ واشنګټن كښې كېږي۔ د امریكې د خارجه چاروې محكمې د اړخه جاری شوې بيان له مخې دا خبرې اترې د دواړه هېوادونو ترمينځه د څه مودې راهسې د تجارت او په سيمه ايزو چارو روان تاؤ ارېښوالې كښې د كمې عندیه ده۔ یو ایس چائنا …

واشنګټن 06 نومبر (اے پی پی) د چین او امریكې ترمينځه د امنيت په اړه د اعلیٰ كچ خبرې اترې به د جمعې په ورځ واشنګټن كښې كېږي۔ د امریكې د خارجه چاروې محكمې د اړخه جاری شوې بيان له مخې دا خبرې اترې د دواړه هېوادونو ترمينځه د څه مودې راهسې د تجارت او په سيمه ايزو چارو روان تاؤ ارېښوالې كښې د كمې عندیه ده۔ یو ایس چائنا ډپلومیټك اینډ سكیورټی ډائیلاګ كښې به د امريكې نمائندګی خارجه وزیر مائیك پومپیو او د دفاع وزير جم مېټس او د چین نمائندګی به د چين حكمران ګوند كمیونسټ ګوند سینئر لارښود یانګ جائیكی او جنرال وائی فینګ كوي۔ د خبرو اترو وړژمبې دور په جون 2017 ء كشې شوې ؤ۔