دمشق 04 نومبر (اے پي پي﴾ د سوريې په دير الزور سيمه كښې د داعش په ضد په عملياتو كښې د پنځو ماشومانو او پنځو مېرمنو پشمول 14 وګړي وژل شوي۔په سوريه كښې د بشري حقونو څارګرې ډلې سيرين آبزويټري لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د په ديرالزور سيمه كښې د اتحادي ځواكونو په بمبارۍ كښې 14 عام وګړي په حق رسېدلې دي۔په دې كښې …
د سوريې په دير الزور سيمه كښې د داعش په ضد په عملياتو كښې د پنځو ماشومانو او پنځو مېرمنو پشمول 14 وګړي وژل شوي

مزید خبریں
دمشق 04 نومبر (اے پي پي﴾ د سوريې په دير الزور سيمه كښې د داعش په ضد په عملياتو كښې د پنځو ماشومانو او پنځو مېرمنو پشمول 14 وګړي وژل شوي۔په سوريه كښې د بشري حقونو څارګرې ډلې سيرين آبزويټري لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د په ديرالزور سيمه كښې د اتحادي ځواكونو په بمبارۍ كښې 14 عام وګړي په حق رسېدلې دي۔په دې كښې پنځه ماشومان او پنځه مېرمنې هم شاملې دي۔د بشري حقونو استازي رامي عبدالرحمان وئېلي دي چې د بمبارۍ په نتيجه كښې ګڼ شمېر كورونه هم رانسكور شوي او د مړو كسانو د شمېرې زياتېدو اندېښنه ده۔د دې ډلې له مخې په بمبارۍ كښې د داعش 9 جنګيالي هم وژل شوي دي









