اولس مشر ډاكټر ډاكټر عارف علوي په مقبوضه كشمير كښې د كشميري روڼو لازوال قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې پاکستان به د کشمیریانو د جائز نصب العين لپاره غېر متزلزل سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬ دا ملاتړ به د كشميريانو د خپلواكۍ د جائز حق تر ترلاسه كېدو دوام لري ٬ 27م اکتوبر د جمو او كشمير په تاريخ كښې تور باب دے ٬ هند احساس نه لري چې د آزادۍ ترلاسه كولو لپاره د اولس جذبه تر پښو لاندې كول ممكن نه ده ٬ پاکستان په مقبوضه كشمير كې د بشري حقونو د صورتحال جاج لپاره د كمېسون آف انكوائري جوړولو له د او اېچ سي اېچ آر د راپور د سفارشاتو بشپړه ملاتړ كوي۔ د ډاكټر عارف علوي د كشمير تورې ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په مقبوضه كشمير كښې د كشميري روڼو لازوال قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاکستان به د کشمیریانو د جائز نصب العين لپاره غېر متزلزل سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬ دا ملاتړ به د كشميريانو د خپلواكۍ د جائز حق ترلاسه كېدو دوام لري۔ اولس مشر دا خبرې د كشمير تورې ورځې په …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په مقبوضه كشمير كښې د كشميري روڼو لازوال قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاکستان به د کشمیریانو د جائز نصب العين لپاره غېر متزلزل سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬ دا ملاتړ به د كشميريانو د خپلواكۍ د جائز حق ترلاسه كېدو دوام لري۔ اولس مشر دا خبرې د كشمير تورې ورځې په موقع خپل پېغام كښې كړې دي كومه چې (نن) د خالي په ورځ لمانځې شي۔ اولسمشر ووئيل 27م اکتوبر د جمو او كشمير په تاريخ كښې تور باب دے٬ په دې ورځ اووه لسيزې وړاندې هندي قابض پوځ د نړيوال قانون خلاف ورزي كولو سره په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه اولس تسلط او جبر لپاره سرينګر ته راغلي و۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د يو شمېر قراردادونو د لارې يو سپېځلې او غېر جانبدارانه استصواب رائے له مخې د خپل سباٶن پرېكړې لپاره د كشميري اولس د حق تائيد كړې او د ټولو لوظونو باوجود هند د جبر او قتل عام لاره تر اوسه خپله كړې ده۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د هند د ظلمونو او د بشري حقونو د خلاف ورزۍ د ملګرو ملتونو د هيومن رائټس د هائي كمشنر په دفتر كښې راپور په دستاويزي شكل كښې موجود دے او د بشري حقونو نوميالو تنظيمونو د دې تائيد كړېدے۔ ده ووئيل هند احساس نه لري چې د آزادۍ ترلاسه كولو لپاره د اولس جذبه تر پښو لاندې كول ممكن نه ده ٬ پاکستان مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال جاج لپاره د كمېسون آف انكوائري جوړولو له د او اېچ سي اېچ آر د راپور د سفارشاتو بشپړه ملاتړ كوي۔ ډاكټر عارف علوي په مقبوضه كشمير كښې د كشميري روڼو لازوال قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د پاکستان لخوا د کشمیریانو د جائز نصب العين لپاره غېر متزلزل سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو پخلې كوو٬ دا ملاتړ به د كشميريانو د خپلواكۍ د جائز حق تر ترلاسه كېدو دوام لري