انګلېنډ په 23 م فيفا ورلډ كپ كښې فرانس ته 4-6 سره د ماتې په وركولو درېم پوزيشن ترلاسه كړو ، ایمباپے د ورلډ كپ تاريخ تر ټولو زيات كامياب سكورر جوړ شو

میامی۔19جولائی(اے پی پی) انګلېنډ په 23 م فيفا ورلډ كپ 2026 كښې د درېم پوزيشن مېچ په يوه تاريخي مقابله كښې فرانس ته 4-6 سره ماتې وركړه۔ د شنهوا له مخې 1996 كښې د ټرافۍ له ګټلو څخه وروستو ټورنامنټ كښې دا د انګلېنډ تر ټولو غوره پوزيشن دے۔ په دې مېچ كښې د فرانس سټار لوبغاړي او كپتان كيلين اېمباپے 2 ګولونه سكور كولو سره په ګولډن بوټ رېس …

میامی۔19جولائی(اے پی پی) انګلېنډ په 23 م فيفا ورلډ كپ 2026 كښې د درېم پوزيشن مېچ په يوه تاريخي مقابله كښې فرانس ته 4-6 سره ماتې وركړه۔ د شنهوا له مخې 1996 كښې د ټرافۍ له ګټلو څخه وروستو ټورنامنټ كښې دا د انګلېنډ تر ټولو غوره پوزيشن دے۔ په دې مېچ كښې د فرانس سټار لوبغاړي او كپتان كيلين اېمباپے 2 ګولونه سكور كولو سره په ګولډن بوټ رېس كښې په لیونل مېسی د 2 ګولونو برتري ترلاسه كره او 22 ګولونو سره د مېسي ريكارډ په ماتولو د ورلډ كپ د تاريخ تر ټولو زيات ګولونه كوونكې لوبغاړے جوړ شو۔ مېچ څخه  وروستو خپلو خبرو كښې کیلین ایمباپے ووئيل د مېچ دواړه هاف بېخي مختلف وو۔ په اولني كښې مونږ فشار سره مخ وو او دويم كښې مو ښه لوبه وكړه بياهم په نه ګټلو افسوس دے۔ فرانسیسی هېډ كوچ ډیډیئر ډیسچیمپس د شرم وړ دې شكست ذمه واري په خپل سر اخستلو سره ووئيل په اولني هاف كښې د لوبډلې كاركردګي ناقصه وه او دويم كښې په زړه  پورې فائټ بېك وكړو ٬ بياهم د درېم پوزيشن په نه ګټلو راته افسوس دے۔