سیالکوټ۔ 19 جولائی (اے پی پی)د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي په آزاد كشمير كښې دا ټاكنې به به تاريخ رقم كړي ، دا كشمير كاز سره د مينې ټاكنې دي، دا ټاكنې د كشميري شهيدانو د وينې حق غواړي ، دا د كشمير اولس د حقونو د حفاظت الېكشن دے۔ د اېل اے 36 جمو 3 سيالكوټ كارمندانو ته خطاب كښې د دفاع وزير ووئيل نن ټول …
د آزاد كشمير ټاكنې كشمير كاز سره د مينې ټاكنې دي ٬ دا به تاريخ رقم كړي: خواجه آصف

مزید خبریں
سیالکوټ۔ 19 جولائی (اے پی پی)د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي په آزاد كشمير كښې دا ټاكنې به به تاريخ رقم كړي ، دا كشمير كاز سره د مينې ټاكنې دي، دا ټاكنې د كشميري شهيدانو د وينې حق غواړي ، دا د كشمير اولس د حقونو د حفاظت الېكشن دے۔ د اېل اے 36 جمو 3 سيالكوټ كارمندانو ته خطاب كښې د دفاع وزير ووئيل نن ټول يو پلېټ فارم ته راجمع شوي دي۔ ده ووئيل مونږ په كشمير كښې ډېر ځله ټولټاكنې كېدل ليدلي دي خو دا اوس چې په كوم پس منظر كښې كيږي دې څخه وړاندې داسې كله شوې نه دي۔ د پاكستان او كشمير تلپاتې خپلولي چېلنج كولې شي۔ ده ووئيل زه كشميرے يم خو كومو چې د دوه لكه ځانونو قربانۍ وركړې دي زه د هغوي د خاورې برابر هم نه يم۔ ده ووئيل د كومو كشميري وګړو په لاسونو كښې چې د پاكستان بېرغ دے هغوي ته معلومه ده چې ددې به څه قيمت ادا كول وي۔ خواجه آصف ووئيل بهر هېواد كښې زمونږ پوځ كنځلې كيږي كوم چې په تېرو دوه څلور كلونو كښې د څلور زره د نه زياتو ځانونو قرباني وركړه۔ ده ووئيل امريكا او ايران په جنګ كښې د ثالث په حېث د باوقاره كردار ترسره كولو له امله پاكستان ته درناوې ترلاسه شو۔ د فيلډ مارشل تعلق پاكستان سره د مينې دے۔ ده وويل مونږ خپلو شهيدانو او غازيانو ته سلام كوو۔ ده خپل خطاب كښې ووئيل قائداعظم وئيلي وو كشمير زمونږ شه رګ دے ٬ دا يوازې يوه نعره نه بلكه ددوه قومي نظريې بنياد دے۔










