قاےرہ ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د مصر پارلمان په هېواد كښې د نافذ كړې شوي بېړني حالت په موده كښی د 3 مياشتو پراختيا منظوري وركړې ده۔ د العربيه ټي وي ترمخه په مصر كښې په اپرېل 2017ﺀ كښې د مسيحيانو په دوه ګرجا ګھرونو د بمي بريدونو په نتيجه كښې د 45 كسانو وژل كېدو پېښې څخه وروستو په اولني ځل د بيړې حالت نافذ كړې شوې …
مصر٬ د بېړني حالت نفاذ كښې د درې مياشتو پراختيا منظوري

مزید خبریں
قاےرہ ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د مصر پارلمان په هېواد كښې د نافذ كړې شوي بېړني حالت په موده كښی د 3 مياشتو پراختيا منظوري وركړې ده۔ د العربيه ټي وي ترمخه په مصر كښې په اپرېل 2017ﺀ كښې د مسيحيانو په دوه ګرجا ګھرونو د بمي بريدونو په نتيجه كښې د 45 كسانو وژل كېدو پېښې څخه وروستو په اولني ځل د بيړې حالت نافذ كړې شوې وو او دغې څخه وروستو هر درې مياشتې پس دې كښې توسيع كولې شي۔ مصري وزيراعظم مصطفیٰ مدبولی په پارلمان كښی د بېړې حالت منظورۍ له ووټنګ كولو څخه وړاندې ووئيل چې قامي سلامتيا له به د اولس د آزادۍ تحفظ سره يو برابر كول وي۔ د بيړې په حالت كښې پراختيا 15 اكتوبر څخه شوې ده۔ د بيړې حالت سره چارواكو ته زيات اختيارات وركولې شي او دوئي د رياست دښمنه عناصرو په ضد كرېك ډاؤن كولې او دوي نيولې شي۔









