په هند كښې د ټرېن پېښه ٬ د مړو شمېره 60 ته ورسېده

نوې ډيلې 20 اکتوبر (اے پی پی) د هند امرتسر ښار په خواوشا سيمه كښې د رامخې ته شوې ټرېن پېښې په نتيجه كښې د مړو شمېره 60 ته رسېدلې ده۔ د خالي په ورځ چارواكو ووئيل چې په پېښه كښې د ژوبل شويو 50 كسانو درملنې روانې دي كومو كښې چې د ځينو حالت نازك ښودلې شوې دې۔ دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د هندي …

نوې ډيلې 20 اکتوبر (اے پی پی) د هند امرتسر ښار په خواوشا سيمه كښې د رامخې ته شوې ټرېن پېښې په نتيجه كښې د مړو شمېره 60 ته رسېدلې ده۔ د خالي په ورځ چارواكو ووئيل چې په پېښه كښې د ژوبل شويو 50 كسانو درملنې روانې دي كومو كښې چې د ځينو حالت نازك ښودلې شوې دې۔ دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د هندي پنجاب امرتسر ښار ته نزدې يو پھاټك سره خواته دسهرې اختر لمانځلو له كسان جمع شوي وو او راون ته د لګيدلي اور تماشه ئې كوله چې ناڅاپي ټرېن لاندې كړل۔ هندي وزيراعظم نرېندر مودي په پېښه افسوسو كولو سره د پلټنيو حكم وركړې دې۔