د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په پېښو كښې 16 كسان مړه شوي دي

واشنګټن 19 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په پېښو كښې 16 كسان مړه شوي دي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د تشدد د پېښو اندراج كوونكي د امريكې مركز وئيلي دي چې د امريكې په بېلا بېلو ايالتونو كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډزو 60 پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې 16 كسان مړه او 37 ژوبل شوي …

واشنګټن 19 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په پېښو كښې 16 كسان مړه شوي دي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د تشدد د پېښو اندراج كوونكي د امريكې مركز وئيلي دي چې د امريكې په بېلا بېلو ايالتونو كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډزو 60 پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې 16 كسان مړه او 37 ژوبل شوي دي۔ د راپور له مخې د امريكې په بېلا بېلو ايالتونو كښې د تېرو 48 ساعتونو په مهال د ډزو 172 پېښې رامېنځ ته شوې او پكښې 41 كسان مړه او 107 ژوبل شوي دي