جوهري وسلې به يوازې دفاع لپاره كارولې شي

ماسكو 19 اکتوبر (اے پي پي) د روسيې اولس مشر ولاديمير پيوټن وئيلي دي چې جوهري وسلې به يوازې دفاع لپاره هغه وخت كارولې شي كله چې دښمن د مېزائل بريد وكړي۔ د روسيې په سوچي ښار كښې خبريالانو سره په خبرو كښې پيوټن ووئيل چې مونږ به د دفاع په توګه د دې وسلو استعمال كوو۔ ده ووئيل چې په سوريه كښې د داعش جهاديانو د امريكائي ځواكونو تر …

ماسكو 19 اکتوبر (اے پي پي) د روسيې اولس مشر ولاديمير پيوټن وئيلي دي چې جوهري وسلې به يوازې دفاع لپاره هغه وخت كارولې شي كله چې دښمن د مېزائل بريد وكړي۔ د روسيې په سوچي ښار كښې خبريالانو سره په خبرو كښې پيوټن ووئيل چې مونږ به د دفاع په توګه د دې وسلو استعمال كوو۔ ده ووئيل چې په سوريه كښې د داعش جهاديانو د امريكائي ځواكونو تر انتظام لاندې سيمه كښې اوه سوه خلق يرغمال كړي دي۔ ده ووئيل چې په دې كښې امريكائي او اروپائي وګړي هم دي۔ ده ووئيل چې د سوريې په هغو سيمو كښې داعش قوي كېږي چرته چې داسې ځواكونه دي چې ملاتړ ئې امريكا كوي