المان به سوريې او عراق سره د 10 كروړه يورو مالي مرسته كوي

برلن 18 اکتوبر (اے پي پي) المان اعلان كړے چې هغه به د سوريې او عراق د بيا رغونې او بحالې په خاطر دې هېوادونو سره د 10 كروړه يورو مالي مرسته كوي۔ د خبر له مخې د داعش د وسله والو فعاليتونو له امله دا دواړه هېوادونو ډېر ځپلي شوي دي۔ د المان چاراكو وئيلي دي چې په دې مالي مرسته كښې به 90 مليونه يورو په عراق كښې …

برلن 18 اکتوبر (اے پي پي) المان اعلان كړے چې هغه به د سوريې او عراق د بيا رغونې او بحالې په خاطر دې هېوادونو سره د 10 كروړه يورو مالي مرسته كوي۔ د خبر له مخې د داعش د وسله والو فعاليتونو له امله دا دواړه هېوادونو ډېر ځپلي شوي دي۔ د المان چاراكو وئيلي دي چې په دې مالي مرسته كښې به 90 مليونه يورو په عراق كښې په بيا رغونه او د پرمختيائي پروژو خرڅ كولې شي او 10 مليونه يورو به د سوريې په الرقه او دير الزور سيمو كښې د بيا رغونې چارو لپاره وركولې شي۔ د سوريې دا دواړه سيمې د اولس مشر بشارالاسد په كنټرول كښې نه دي۔