د پاکستان د اقتصادی صورتحال په پېشه وره توګه معروضي جاج اخستو او د موجوده مالياتي ستونزو څخه خلاصولو لپاره د ائي اېم اېف د پروګرام ملاتړ كوٶ

بیجنګ 15 اکتوبر (اے پي پي) چین د پاکستان د اقتصادی صورتحال په پېشه وره توګه د معروضي جاج اخستو او د موجوده مالياتي ستونزو څخه اوباسلو لپاره د ائي اېم اېف د پروګرام ملاتړ كوي۔ د چين د خارجه وياند لو كانګ د ګل په ورځ د معمول بريفنګ په مهال ووئيل د آئي اېم اېف غړي په حېث چين د آئي اېم اېف لخوا د پاكستان د پروګرام …

بیجنګ 15 اکتوبر (اے پي پي) چین د پاکستان د اقتصادی صورتحال په پېشه وره توګه د معروضي جاج اخستو او د موجوده مالياتي ستونزو څخه اوباسلو لپاره د ائي اېم اېف د پروګرام ملاتړ كوي۔ د چين د خارجه وياند لو كانګ د ګل په ورځ د معمول بريفنګ په مهال ووئيل د آئي اېم اېف غړي په حېث چين د آئي اېم اېف لخوا د پاكستان د پروګرام ملاتړ كوي خو دا پروګرام د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معمول په اړيكو اثر انداز كېدل نه دې پكار ۔ د خارجه چارو وياند دا تاثر رد كړو چې د سي پېك له مخې قرض د پاكستان د موجوده اقتصادي صورتحال سبب دے۔ ده ووئيل چين څو ځله واضح كړې چې سي پېك منصوه د دواړو هېوادونو د حكومتونو ترمېنځه د مشاورت او د شريكې ګټې اصول له مخې پېل كړې شوې ٬هغه ووئېل ټولې منصوبې او مالياتي انتظامات د دواړو هېوادونو د حكومتونو د يو برابر مشاورت سره شوې ٬ د پاكستان لخوا د جاري كړې شوو شمېرو له مخې د سي پېك په اړه د پاكستان د قرض تناسب ډېر كم دے دې لپاره دغه د پاكستان د مالياتي ستونزو سوب نه دے۔ ده ووئيل چین د سي پېك منصوبو پراختيا او پاكستان د خپلو وسائلو په بنياد د پرمختګ خوښي لري۔ د دې پوښتنې په ځواب كښې چې آئي اېم اېف د پاكستان پحقله د هر پرېكړې نه وړاندې به د پاکستان لپاره د چين د قرض جاج اخلي٬ وياند ووئيل د پاكستان حكومت د خپلو شمېرو له مخې د پاكستان په قرض كښې د سي پېك تر مخه د چين د قرض تناسب ډېر لږ دے او اړوندو چارواكو په دې وروستيو كښې دا خبره واضح كړه