د هېواد زياتره سيمو كښې نن د خشك موسم پاتې كېدو امكان دے۔ دموسمياتو څانګه پېښور ٬ كوهاټ٬ مردان ٬ پېنډۍ ډويژن ٬ اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښې په ځينو سيمو د برېښنا پړقا سره د باران امكان

اسلام آباد ۔14 اکتوبر(اے پی پی) د موسمياتو څانګې نن د ګل په ورځ د هېواد په زياتره سيمو كښې د موسم خشك پاتې كېدو امكان ښكاره كړې دې۔ ولې د شپې په وخت مالاکنډ، هزارہ ډویژن او کشمیر كښې چرته چرته او پېښور ،کوهاټ، مردان، پېنډۍ ډویژن ،اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښې د برېښنا پړقا سره د باران امكان دے۔ داتوار په ورځ د موسمياتو څانګې لخوا د …

اسلام آباد ۔14 اکتوبر(اے پی پی) د موسمياتو څانګې نن د ګل په ورځ د هېواد په زياتره سيمو كښې د موسم خشك پاتې كېدو امكان ښكاره كړې دې۔ ولې د شپې په وخت مالاکنډ، هزارہ ډویژن او کشمیر كښې چرته چرته او پېښور ،کوهاټ، مردان، پېنډۍ ډویژن ،اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښې د برېښنا پړقا سره د باران امكان دے۔ داتوار په ورځ د موسمياتو څانګې لخوا د جاري كړې شوي راپور ترمخه د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك وو ولې د كوهاټ ډویژن په ځينو سيمو نرې باران وشو۔ تر ټولو زيات باران پاره چناره كښې 01 ملی میټر ریکارډ كړې شو۔ د اتوار په ورځ ريكارډ كړې شوې تر ټولو زيات درجه حرارت په مټي او چهور كښې 40 ډګری سېنټی ګرېډ ريكارډ كړې شو۔

مزید خبریں