د ګران هېواد غوره امېج نړۍ ته وړاندې كولو له به پاكستان فلم انډسټري مضبوطول وي۔ حکومت پاکستاني ډرامو ته وده وركولو له په هېواد كښې په روانو نړيوالو ډرامو ټېكس لګوي۔ سعودي عربستان پاكستان څخه فلمونه او ډرامې اخلي چې ورسره به فلم انډسټري او معيشت كښې ښه والې راشي۔ په يو كال كښې دننه به ميډيا پوهنتون جوړولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاكستان فلم پروډيوسرز او د نمائش كوونكي اېسوسي اېشن پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

APP81-13 LAHORE: October 13 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing to the veteran film makers and producers of Pakistan Film Industry. APP photo by Rana Imran

لاهور۔13 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د ګران هېواد غوره امېج نړۍ ته وړاندې كولو له به پاكستان فلم انډسټري مضبوطول وي۔ حکومت پاکستاني ډرامو ته وده وركولو له په هېواد كښې په روانو نړيوالو ډرامو ټېكس لګوي۔ سعودي عربستان پاكستان څخه فلمونه او ډرامې اخلي چې ورسره به فلم انډسټري او معيشت كښې ښه والې راشي۔ په يو كال كښې دننه به ميډيا پوهنتون جوړولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د خالي په ماښام ځائي هوټل كښې د پاكستان فلم پروډيوسرز او د نمائش كوونكي اېسوسي اېشن پلاوي سره ملاقات كښې خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستاني فلمونو شمېره به زياتول وي دې لړ كښې به د سنېما مالكانو ته هم لږه ډېره قرباني وركول وي۔ ده ووئيل كه د هند او نورو هېوادونو فلمونو په مقابله كښې پاكستاني فلم لپاره زيات شېئرز كېښودلې شي نو مونږ وعده كوؤ چې پاكستاني فلم انډسټري به ټېكس څخه مستثنی وګرځو۔ ده ووئيل حكومت په يو كال كښې اسلام آباد كښې سټېټ آف دي آرټ ميډيا پوهنتون جوړوي كوم كښې چې اے پي اېن اېس او براډ كاسټر ته د پارټنر جوړېدو آفر شوې دې۔ ده ووئيل ډېر زر به پېمرا ختمولو سره پاکستان میډیا رېګولېټری اتھارټی جوړه كړې شي چې ورسره به ډېرې مسئلې ختمې شي۔ په دې مهال فلم پروډيوسرز اېسوسي اېشن وفاقي وزير ته د فلم انډسټري په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو او دې ئې پاكستان فلم انډسټري ته پېښو مسئلو نه خبر كړو۔ وفاقي وزير پلاوي ته باور وركړو چې ددوئي مسئلو حل له به ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ پلاوي كښې جاوېد شېخ ٬ سيد نور ٬ عثمان پيرزاده ٬ همايون سعيد ٬ جګن كاظم او نور مشران فنكار شامل وو۔