ډهاكه 10 اکتوبر (اے پي پي) د بنګله دېش عدالت د پخوانې وزيراعظمې خالده ضيا زوي طارق رحمان ته په كال 2004م كښې په وزيراعظمه شېخ حسينه واجد د ګرنېډ بريد په تور كښې د عمر قېد سزا اورولې۔ په دې بريد كښې وزيراعظمه شېخ حسينه واجد ژوبل شوې وه او پكښې 20 نور كسان مړه شوي وو چې پكښې د بنګله دېش د يو پخواني اولس مشر كورودانه هم …
د بنګله دېش پخوانې وزيراعظمې خالده ضيا زوي طارق رحمان ته په كال 2004م كښې په وزيراعظمه شېخ حسينه واجد د ګرنېډ بريد په تور كښې د عمر قېد سزا واورول شوه

مزید خبریں
ډهاكه 10 اکتوبر (اے پي پي) د بنګله دېش عدالت د پخوانې وزيراعظمې خالده ضيا زوي طارق رحمان ته په كال 2004م كښې په وزيراعظمه شېخ حسينه واجد د ګرنېډ بريد په تور كښې د عمر قېد سزا اورولې۔ په دې بريد كښې وزيراعظمه شېخ حسينه واجد ژوبل شوې وه او پكښې 20 نور كسان مړه شوي وو چې پكښې د بنګله دېش د يو پخواني اولس مشر كورودانه هم شامله وه۔ د دې بريد په تور كښې په 49 كسانو مقدمه چلول شوې او په اورېدنه ترسره كېدو ئې طارق رحمان د عمر قېد سزا او د ده نورو 19 ملګرو ته چې پكښې دوه پخواني وزيران هم شامل دي٬ د مرګ سزا اورول شوې۔ طارق رحمان د كال 2008م نه په خپله په لندن كښې د جلاوطنې ژوند تېروي او د ده په نشتوالي كښې ورته د عمر قېد سزا اورول شوې۔










