اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزيرشاه محمود قرېشي سره افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد د نهې په ورځ ليدلې دي۔ خلیل زاد د طالبانو او افغان حکومت ترمينځھ د مصالحتي عمل په لړ كښې د پاكستان په شمول د 5 هېوادونو په دوره راغلے دے۔ د نهې په ورځ د امريكا او پاكستان ترمينځھ د پلاويو په كچه خبرو څخه …
شاه محمود قرېشي سره افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد وليدل٬ افغان مصالحتي عمل سره اړوندې مرستې ته په دوام وركولو سلا ۔ پاكستان به د افغان ستونزې سياسي هواري له خپل كردار روان ساتي۔ خارجه وزير
اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزيرشاه محمود قرېشي سره افغانستان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد د نهې په ورځ ليدلې دي۔ خلیل زاد د طالبانو او افغان حکومت ترمينځھ د مصالحتي عمل په لړ كښې د پاكستان په شمول د 5 هېوادونو په دوره راغلے دے۔ د نهې په ورځ د امريكا او پاكستان ترمينځھ د پلاويو په كچه خبرو څخه وروستو زلمے خليل زاد خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ملاقات وكړو۔ خارجه وزير د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن لپاره امريكائي هڅې خوشبينه ګڼي۔ دواړو ډلو افغان مصالحتي عمل سره اړوندې مرستې ته په دوام وركولو اتفاق وكړو۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان به د افغان ستونزې سياسي هواري له خپل كردار دوامدار ساتي











