نړيواله ورورولي دې په كشميري اولس د هند لخوا روان ظلم او زياتې بندولو له كوټلي او مقصدي ګامونه پورته كړي۔ پاكستان د كشمير مسئلې حل د خبرو اترو د لارې غواړي ولې هند دې څخه ډډه كوي۔ ثالثۍ له د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د اعلی كچې بورډ جوړولو هركلې كوو۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقلې مندوبې ډاكټر مليحه لودھي عمومي اسمبلۍ كښې د مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه

نیویارک ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان د كشمير مسئلې سوليز حل په حاجت زور راوړلو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې په كشميري اولس د هند لخوا روان ظلم او زياتې بندولو له كوټلي او مقصدي ګامونه پورته كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوبې ډاكټر مليحه لودھي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د عمومي سېكتر د نړيوالې ادارې په …

نیویارک ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان د كشمير مسئلې سوليز حل په حاجت زور راوړلو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې په كشميري اولس د هند لخوا روان ظلم او زياتې بندولو له كوټلي او مقصدي ګامونه پورته كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوبې ډاكټر مليحه لودھي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د عمومي سېكتر د نړيوالې ادارې په اړه په راپور د مباحثې په مهال خپل خطاب كښې ووئيل چې د يو فريق په حېث د ملګرو ملتونو دا پخوانۍ ذمه واري جوړېږي چې دا ستونزه هواره كړي۔ دې ووئيل د جمو و كشمير ستونزه د سلامتي كونسل په ايجنډا تر ټولو پخوانۍ مسئله ده۔ ډاكټر مليحه لودهي په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د كشمير په اړه ملګرو ملتونو سره په اړوند قراردادونو تر دې دمه عملدرآمد نه دې شوې په كومو كښې چې كشميري اولس ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركولو وعده شوې ده۔ ده ووئيل پاكستان د كشمير مسئله د مذاكراتو دلارې حل كول غواړي او هند د داسې كولو څخه ډډه كوي۔ د ثالثۍ لپاره د ملګرو ملتنو د عمومي سېكتر د اعلی كچې بورډ جوړولو هركلي كولو سره د پاكستان مستقل مندوبې 193 كسيزې عمومي اسمبلۍ ته دا خبره په ګوته كړه چې د جمو و کشمیر ستونزه د ملګرو ملتونو په چېپټر 6 موجود ابتدائي خواستونو كښې شامل ده۔ ډاكټر مليحه لودھي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اړه د هائي كمشنر د 14م جون راپور ذكر وكړو كوم كښې چې په مقبوضه كشمير كښې د هند د لارې د بشري حقونو د منځه وړل ذكر شوې دې۔ ډاكټر مليحه لودھي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كاميابو ذكر كولو سره ووئيل چې پاكستان د پوځي كارروايو د لارې خپلو سيمو كښې ترھګرې ډلې ختمې كړې دي۔ دې لپاره پاكستان لوئې قيمت ادا كړې دې۔ او زمونږ په زرګونو وګړو او عسكرو د خپلو سرونو قرباني وركړې ده۔ دې سره سره لوئې شمېر كسان ژوبل شوي هم دي۔ دې د پاكستان ددې عزم پخلې وكړو چې د ترهګرۍ په ضد كارروائي به روانه ساتلې شي بياهم د ترهګرۍ بنيادي سوبونه به لرې كول وي۔ پاكستانۍ مندوبې ووئيل ملګرو ملتونو له به يوه فعاله ٬ سپېځلې او د احتساب وړ اداره جوړول وي۔ امن ٬ پرمختګ او بشري حقونه يو بل سره تړلي دي او عدم استحكام د نړۍ يو شمېر برخې ځپلې دي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې لخوا د كشمير ستونزې او د كشميري اولس د خپلواكۍ حق معامله په غوره ډول په پورته كولو هندي استازي اعتراض كولو سره ادعا وكړه چې كشمير د هند برخه ده۔ ددې په ځواب كښې د پاكستان يو بل استازي جواد علي چټھه ووئيل كشمير نه د هند اټوټ انګ دے او نه وو۔ په ملګرو ملتونو كښې پاكستاني مشن كښې دوهم سېكتر جواد علي چھټه ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې هند په نړيواله اداره كښې ناسمې ادعاګانې كوي۔ ده ووئيل په جمو او كشمير كښې هند د خپلې غېر قانوني قبضې هېڅ جواز وړاندې كولې نه شي

مزید خبریں