اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئېلي دي د افغان كډوالو او بنګاليانو معامله جلا جلا ده٬چا له د شهريت وركولو په اړه كومه هم پريكړه به په پارلمان كښې د بحث نه بغېر نه كېږي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتور مير كبير د پام راګرځونې نوټس په ځواب ده ووئيل كه په افغانستان كښې امن وي …
د افغان كډوالو او بنګاليانو معامله جلا جلا ده
اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئېلي دي د افغان كډوالو او بنګاليانو معامله جلا جلا ده٬چا له د شهريت وركولو په اړه كومه هم پريكړه به په پارلمان كښې د بحث نه بغېر نه كېږي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتور مير كبير د پام راګرځونې نوټس په ځواب ده ووئيل كه په افغانستان كښې امن وي نو په ټوله سيمه كښې به امن وي٬خارجه وزير خپلې وړومبنۍ دورې له افغانستان خوښ كړې ؤ ۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د شهريت په اړه يوازې خبره كړې كومه پريكړه نه ده شوې او مونږ په پريكړو مسلط كوونكو كښې نه يو۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان باقاعدګۍ سره اسمبلۍ ته راځي او سېنېټ ته هم ځي۔ده ووئيل په ټولو چارو به پارلمان كښې بحث كولې شي۔ده ووئيل بنګاليانو په 1971 كښې د پاكستان بېرغ هسك كړې ؤ او د هغوي كورونه هم سوځولې شوي وو خو چې كومه هم پريكړه كېږي هغه به د پارلمان په سلا كېږي











