د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو غونډه ٬ د هېواد سلامتيا په چارو غور وكړې شو جنرال قمر جاوید باجوہ د كور كمانډرانو غونډه كښې ګډون كوؤنكي خپلې د چين كاميابې دورې په اړه هم خبر كړل۔ ، آئی اېس پی آر

پېنډۍ۔ 1 اکتوبر (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو غونده وشوه كومه كښې چې د هېواد د سلامتيا په چارو غور وكړې شو۔ د آئی اېس پی آر ترمخه د جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو 214 مه غونده په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د جیو اسټرېټجک او هېواد كښې د …

پېنډۍ۔ 1 اکتوبر (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو غونده وشوه كومه كښې چې د هېواد د سلامتيا په چارو غور وكړې شو۔ د آئی اېس پی آر ترمخه د جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو 214 مه غونده په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د جیو اسټرېټجک او هېواد كښې د روان آپرېشن رد الفساد تر سېوري لاندې د استحكام آپرېشنز پېشرفت جاج واخستې شو۔ غونډه كښې د ترهګرۍ مخنيوي كاميابو آپرېشنونو څخه د ترلاسه شوي امن او استحكام په ځائې ساتلو له د لوظ پخلې وكړې شو۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د محرم الحرام په مهال د امنيت وضعې په غوره ساتلو د استخباراتي ادارو او ځواكونو ستائنه هم وكړه۔ جنرال قمر جاوېد باجوه غونډه كښې ګډون كوؤنكي د چين خپلې انتهائي كاميابې دورې په اړه هم خبر كړل۔ غونډه كښې د دفاع او شهيدانو ورځې په مهال شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينو په وړاندې كولو د اولس مننه وكړه چې هېواد كښې امن او استحكام ددې شهيدانو د قربانيو په سوب دے

مزید خبریں