حكومت هېواد معاشي او انتظامي چېلنجز نه ويستلو له په بشپړه اصلاحاتي ايجنډا عملدرآمد كولو له لوظي دے۔ عمران خان د اولس خېر ښېګړې له كار كول غواړي۔ د هېواد منځنۍ طبقه زمونږ د سياست محور دے۔ سعودي عربستان به پاك چين اقتصادي راهدارۍ كښې شامل شي۔ د كفايت شعارۍ مهم په نتيجه كښې د وزيراعظم هاؤس د مياشتې خرڅونه يو ارب نه كمېدو سره يو څو لكه پاتې شوي دي۔ يوازې عمران خان د كرپشن په ضد غږ پورته كړې۔اولس زياتې هيلې لري او مونږ به ددوئي هيلې ترسره كولو له هڅې كوو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن دستورې ته خطاب

لاهور۔30 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حكومت هېواد معاشي او انتظامي چېلنجز نه ويستلو له په بشپړه اصلاحاتي ايجنډا عملدرآمد كولو له لوظي دے۔ عمران خان د اولس خېر ښېګړې له كار كول غواړي۔ د هېواد منځومانۍ طبقه زمونږ د سياست محور دے۔ سعودي عربستان به پاك چين اقتصادي راهدارۍ كښې شامل شي۔ د مېښو خرڅولو مقصد كومه مالي فائده نه …

لاهور۔30 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حكومت هېواد معاشي او انتظامي چېلنجز نه ويستلو له په بشپړه اصلاحاتي ايجنډا عملدرآمد كولو له لوظي دے۔ عمران خان د اولس خېر ښېګړې له كار كول غواړي۔ د هېواد منځومانۍ طبقه زمونږ د سياست محور دے۔ سعودي عربستان به پاك چين اقتصادي راهدارۍ كښې شامل شي۔ د مېښو خرڅولو مقصد كومه مالي فائده نه بلكې د سادګۍ مهم اولس ته رسول وو۔ د كفايت شعارۍ مهم په نتيجه كښې د وزيراعظم هاؤس د مياشتې خرڅونه يو ارب نه كمېدو سره يو څو لكه پاتې شوي دي۔ يوازې عمران خان د كرپشن په ضد غږ پورته كړې۔ په ماحولياتي آلودګۍ خبره شوې او دا يوه نظريه جوړېدو سره رامخې ته شوې۔ اولس زياتې هيلې لري او مونږ به ددوئي هيلې ترسره كولو له هڅې كوو۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د لاهور يو ځائي هوټل كښې په خپل درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ فواد چوهدری ووئيل خلقو سره د داروګانو پېسې نشته نو په داسې حالاتو كښې وزيراعظم څنګه د بادشاهانو په ډول ژوند كولې شي۔ د هېواد بې وزله طبقه حكومتي كاركردګۍ نه مطمئن نه وه ولې اوس زمونږ ستړې دوئي لپاره دي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت روغتيا٬ زده كړو او صفائۍ ته خاص پاملرنه كوي۔ ده ووئيل خلقو د لوږې او فقر ژوند كولو او سره ددې پخواني حكومت اولس له څه هم ونكړل۔ بلكې د وزيراعظم هاؤس خرابو ګاډو په مرمت په كروړونو روپۍ مصرف كړې شوې۔ سارك كنفرنس له د 98 كروړ روپو ګاډي راوغوښتلې شول او كنفرنس هم ونه شو۔ پي آئي اے د اربونو روپو زيان سره مخ ده٬ پي ټي وي او رېلوے هم خساره كښې دي۔ ده ووئيل مشرف چې كله اقتدار پرېښودو نو په هېواد قرضه د 6 زره كروړو وه۔ د زرداري حكومت نه وروستو دا 13 زره كروړه ته رسېدلې وه۔ دې څخه وروستو نواز شريف په خپل دور كښې دا 28 زره كروړه ته ورسوله۔ بلكې شايد ددې نه هم زياته وي۔ ده ووئيل مونږ كه نورې قرضې اخلو او په ادارو ئې ولګوؤ نو دا قرضه به 5 كاله كښې 45 زره كروړه ته ورسي۔ په دې حال كښې به مونږ راتلونكي كول ته څه پرېږدو۔ ده ووئيل عمران خان ټول عمري د منځومانۍ طبقې خلقو سياست كړې دې۔ عمران خان د اولس خېر ښېګړې له كار كول غواړي۔ ده ووئيل عمران خان د ماحولياتو په اړه خبره كړې ده۔ ده ووئيل مونږ نورو هېوادونو ته د سرمايه كارۍ بلنه وركړې ده چې ورسره به د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل د هېواد منځومانۍ طبقه زمونږ د سياست محور دے۔ سعودي عربستان به پاك چين اقتصادي راهدارۍ كښې شامل شي۔ د مېښو خرڅولو مقصد كومه مالي فائده نه بلكې د سادګۍ مهم اولس ته رسول وو۔ د كفايت شعارۍ مهم په نتيجه كښې د وزيراعظم هاؤس د مياشتې خرڅونه يو ارب نه كمېدو سره يو څو لكه پاتې شوي دي۔(