د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د مقبوضه كشمير په صورتحال د اندېښنې څرګندونه

نیویارک ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوټرېش د مقبوضه کشمیر په روانه وضعه د سختې اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د کشمیرمیډیا سروس ترمخه انتونیو ګوټریش د خبر رسنې يوې هندي ادارې سره مركه كښې ووئيل چې ماته د جموں وكشمير په وضعه اندېښنه ده او مونږ د اختلافاتو په سوليز ډول حل كولو له د مثبت مذاكراتو ډاډګيرنه كوو۔ د ملګرو ملتونو مشر به د اكتوبر 3 مې نېټې څخه د هند دوره كوي۔ دخپلې دورې په مهال به هغه هندي اولس مشر رام ناتھ کووند، وزیر اعظم نرېندر مودی او خارجه وزيرې سشما سوراج سره ملاقات كوي