د اسلامی هېوادونو د مرستې تنظيم د اسلام او مقدس شخصياتو د احترام كولو غوښتنه

ملګري ملتونه ۔ 29 ستمبر (اے پی پی) د اسلامی هېوادونو د مرستې تنظيم (او آئي سي) د اسلام او مقدس شخصياتو د احترام غوښتنه كړی ده۔ د او آئي سي خارجه وزيرانو په مذهبي شخصياتو او اسلامي اقدارو د سپكاوي بريدونو او دې ډول نورو ګامونوغندنه كولو سره د پاكستان او تركيه وړاندې كړي قرارداد بشپړ ملاتړ كولو سره د سپكاوي بريدونو او دې سره د اړوند نورو ناوړه ګامونو په ختمولو زور راوړې دې۔ تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ نيويارك كښې د 73 مې غونډې په مهال د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډې ته خطاب كښې شاه محمود قرېشي د اسلام په اړه د منفي رجحاناتو او تصور په رامخې ته كولو د زياتې اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل دې ډول ګامونو سره د ټولې اسلامي نړۍ مسلمانانو جذباتو ته زيان رسولې شوې دې ولې چې اسلامي نړۍ د مذهبي شخصياتو په عزت او حرمت كومې سمجھوتې كولو ته تياره نه ده۔ د خارجه وزيرانو غونډې په مهال په متفقه توګه تيار كړې شوي بيان كښې د اسلام مخالف او د كركې هغه مواد په خپرولو د سختې اندېښنې څرګندونه شوې كوم كښې چې په اسلامي رواياتو ټكونه كولې شي۔ په مشتركه بيان كښې د اسلام په اړه د منفي رويې تر سېوري لاندې كېدونكې ځينې مقابلې هم سختۍ سره مسترد كړې شوې دي كومو كښې چې اسلام د تشدد نه ډك مذهب په توګه وړاندې كړې شوې دې۔ د بيان ترمخه كله چې د سپكاوي خاكو د مقابلو كېدو اعلان وكړې شو نو د دغه وخت نه تر دې دمه پاكستان دا مسئله د ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او د اروپائي ائتلاف په شمول په نورو بېلو نړيوالو فورمونو په بشپړ ډول پورته كړې ده۔ د خارجه دفتر لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه