پاکستان منطقه كښې امن غواړي٬ ولې هند مذاكراتو نه تېښته كوي

APP48-29 NEW YORK: September 29 - Foreign Minister, Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing the Asia Society on the sidelines of United Nations General Assembly Session. APP

نیویارك 29 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان خپل پخواني اتحادي هېواد امريكا سره اړيكې ښه كول غواړي ولې امريكائي انتظاميې منطقه كښې خپل ترجيحات بدل كړې دي او هند سره خپل تزويراتي اړيكې زياتوي۔ په نیویارك كښې د اسياء سوسائټۍ تر سېوري لاندې يوې دستورې ته خپله وېنا كښې ده د امريكې د تعليم پوهانو٬ تجزيه كارو ٬ د نړيوالو چارو زده كوٶنكو او د خبريالانو غونډه كښې دا پوښتنه وكړه چې ” تاسو نوې ملګري جوړولې شۍ ولې تاسو بايد خپلو پخوانو ملګرو سره رابطې ختمې نه كړۍ”۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان منطقه كښې امن غواړي ولې بلخوا هند د مذاكراتو نه تېښته كوي۔ ده زياته كړه چې امريكا د دواړو هېوادونو ترمېنځه د هواري وړ شخړو ختمولو كښې خپل كردار لوبولې شي۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي دا هم ووئيل چې پاکستان افغانستان كښې يو مثبت كردار لوبول غواړي خو افغانستان يوازې د پاكستان ذمه واري نه ده۔ د پاكستان او امريكې د شريكو اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكو بهترۍ لپاره دلته موجود يم۔ ده ووئيل چې زه به په 2م اكتوبر واشنګټن كښې د امريكې خارجه سېكتر مائیك پومپیو سره ملاقات كوم۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د امريكې د خارجه سېكتر اسلام آباد دورې په موقع د شريكو اړيكو د ودې په لړ كښې د فالواپ مذاكراتو عمل روان ساتلو لپاره پرېكړه شوې وه ۔ ده ووئيل د پومپیو پاکستان دورې په موقع د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ پومپیو پاکستان كښې سول او پوځي قيادت سره ملاقاتونه كړي او ھغه دوئي په يو پېج ليدلي۔ ده ووئيل د امريكې په ترجيحاتو كښې بدلون راغلې او منطقه كښې يو نوې دوست هند موجود لري۔ ده زياته كړې چې امريكې له به پاكستان سره د اوږدې مودې روانو خپلو ستراتېژكي اړيكو خيال ساتل وي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د يو بل نه غېر هېڅ نه شي كولې۔ خارجه وزير ووئيل تاسو نوي ملګري جوړ كړئ خو پخواني ملګري نظر انداز كول پكار نه دي۔ ده ووئيل مونږ