ملګري ملتونه دې د پاكستان او هند ترمېنځه د څو لسيزو نه روانه د كشمير شخړه هواروولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ شاہ محمود قرېشي

APP49-29 NEW YORK: September 29 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi shakes hands with United Nations Secretary General Antonio Guterres on the sidelines of United Nations General Assembly Session. APP

ملګري ملتونه 29 ستمبر (اے پي پي)خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي په هندي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګين خلاف ورزيو رڼا اچولو سره د ملګرو ملتونو په عمومي سېكتر انتونیو ګوترش زور رواړې چې ملګري ملتونه دې د پاكستان او هند ترمېنځه د څو لسيزو نه راروانې د كشمير شخړې هواروولو كښې خپل كردار ولوبوي۔ خارجه وزير د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 73مې غونډه كښې كومه چې په نيويارك كښې كېږي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير د مقبوضه كشمير په اولس د هند لخوا په كېدونكي ظلم د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل د دې ظلمونو تصديق د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كمشنر راپور هم كوي۔ ده د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې د كشمير كشالې په سوليز ډول د هوارولو په ضرورت زور راوړو۔ خارجه وزیر د هندي واكمنو لخوا كشميريانو سره په ناروا سلوك د تشويش څرګندونه كولو سره عمومي سېكتر څخه غوښتنه وكړه چې ھغه دې هند ددې ظلمونو څخه منع كولو لپاره كردار ترسره كړي۔ د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش د اكتوبر په وړومبۍ ا