افغانستان كښې جنګي حكمت عملي بدلوو۔ د امريكې دفاع وزير

واشنګټن ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د امريكې دفاع وزير جم مېټس وئيلي دي د طالبانو بريدونو كښی د ځائي عسكرو وژلې كېدو تر مخه دغلته پروت امريكائي پوځ د خپلې حكمت عملۍ بدلولو لړۍ پېل كړې ده۔ د المان خبر رسنې ادارې ترمخه جم مېټس خبريالانو سره خپلو خبرو كښې اعتراف وكړو چې د تېر كال په مقابل كښې سږ كال كښې زيات عسكر وژلې شوي ولې سره …

واشنګټن ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د امريكې دفاع وزير جم مېټس وئيلي دي د طالبانو بريدونو كښی د ځائي عسكرو وژلې كېدو تر مخه دغلته پروت امريكائي پوځ د خپلې حكمت عملۍ بدلولو لړۍ پېل كړې ده۔ د المان خبر رسنې ادارې ترمخه جم مېټس خبريالانو سره خپلو خبرو كښې اعتراف وكړو چې د تېر كال په مقابل كښې سږ كال كښې زيات عسكر وژلې شوي ولې سره د دې دوئي په جنګي كاروايو كښې برخه اخلي۔ بلخوا د امريكائي ورځپاڼې نيويارك ټائمز ترمخه د وژنو دې پېښو سره افغان اولس په پوځ كښې د بھرتي كېدو مركزونو څخه ډډه كوي