نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريكې د كانګرېس غړي او د ايوان نمائندګان د خارجه چارو او د وسله والو ځواكونو د كمېټو غړي جوئے ولسن سره ملاقات وكړو۔ ده په دې موقع د پاكستان لخوا د يو بل احترام او باور په بنياد د اړيكو د خواهش څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير د ترهګرې مقابلې په اړه د پاكستان استعداد زياتولو لپاره د …
خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريكې د كانګرېس غړي او د ايوان نمائندګان د خارجه چارو او د وسله والو ځواكونو د كمېټو غړي جوئے ولسن سره ملاقات وكړو
نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريكې د كانګرېس غړي او د ايوان نمائندګان د خارجه چارو او د وسله والو ځواكونو د كمېټو غړي جوئے ولسن سره ملاقات وكړو۔ ده په دې موقع د پاكستان لخوا د يو بل احترام او باور په بنياد د اړيكو د خواهش څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير د ترهګرې مقابلې په اړه د پاكستان استعداد زياتولو لپاره د امريكائي كانګرېس مرسته وستائيله او وې وئيل چې پاكستان د قېمتي ځانونو او وسيلو قرباني وركولو سره د ترهګرې په ضد د جنګ حالات بدل كړي دي۔ د ملاقات نه پس جاري شوې اعلاميې له مخې خارجه وزير په دې موقع جوئے ولسن د وزيراعظم عمران خان د سوله ايز ګاونډيتوب د وژن نه هم خبر كړو او وې وئيل چې دا د اوسني حكومت د سماجي او اقتصادي پروژو كاميابې لپاره ضروري دے۔ خارجه وزير كورنې او خارجه پالېسې د ترجيحاتو وضاحت هم وكړو۔ ده ووئيل چې په ټولټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف په كاميابې كښې ځوانانو پاكستانيانو مهم كردار ترسره كړے ځكه د حكومت په پرمختيائي اېجنډا كښې د ځوانانو تعليم٬ ملازمتونو او موقعې وركولو ته زيات پام شوے۔ په دې موقع جوئے ولسن خارجه وزير ته په ټولټاكنو كښې د ده د ګوند په كاميابې مباركي وركړه۔ ده په منطقه كښې شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې روانې ساتلو په ضرورت ټينګار وكړو۔ د امريكائي كانګرېس د دې غړي تعلق ساؤتھـ كېرولائنا ايالت سره دے۔











