طالبانو په افغانستان كښې د امریکې دوه پوځي اډې په ځائې ساتلو شرط مسترد کړې، ایران

تهران 15ستمبر (اے پی پی) د ایران ټیلی ویژن د امریکې ميډيا په اړه ادعا كړې چې طالبانو په افغانستان كښې د امریکې دوه پوځي اډې په ځائې ساتلو شرط مسترد کړې۔د ټی وی راپور له مخې د امریکې وينا ده چې افغانستان كښې به دوه پوځي اډې په ځائې ساتلې شي كومې چې بګرام او شورابك كښې دي او د ټرمپ انتظامیې د طالبانو خخه غوښتنه كړې چې د امریکائي پوځ دوه اډې اومني خو طالبانو د دې شرط منلو څخه انکار کړې دې۔ طالبانو وئيلي چې امریکا دې په بشپړه توګه د افغانستان څخه بهر شي او يواځې سفارتی مشن له د امریکائي عملې په موجودګی راضی دي