امریکا پاکستان سره ستراتېژيكي پارټنر شپ ته ډېر اهميت وركوي

اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسېن وئيلي دي چې امریکا پاکستان سره ستراتېژيكي پارټنر شپ ته ډېر اهميت وركوي۔ راډيو پاكستان سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل امريكا كښې د نوي اولس مشر انتخاب او د ټاكنو نتيجې د امريكې كورنۍ معامله ده او صدارت چوكۍ ترلاسه كولو نه پس هر اولس مشر نورو هېوادونو سره د اړيكو پحقله خپله خارجه پاليسي …

اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسېن وئيلي دي چې امریکا پاکستان سره ستراتېژيكي پارټنر شپ ته ډېر اهميت وركوي۔ راډيو پاكستان سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل امريكا كښې د نوي اولس مشر انتخاب او د ټاكنو نتيجې د امريكې كورنۍ معامله ده او صدارت چوكۍ ترلاسه كولو نه پس هر اولس مشر نورو هېوادونو سره د اړيكو پحقله خپله خارجه پاليسي جوړوي۔ ده ووئيل چې امريكا د افغانستان او ايران حالاتو او د ترهه ګرۍ معاملو نه په ښه ډول خبره ده ۔ ده ووئيل نوې ټاكل شوې اولس مشر ټرمپ په شخړيز كشمير او د پاكستان په پوله ايزو سيمو د هند د جارحيت نه خبر دے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ټرمپ د كاميابۍ نه پس بيانونه د انتخابي بيانونو نه بېل دي٬ د صدارت چوكۍ ترلاسه كولو نه پس به د ھغه رويه كښې مثبت بدلون راشي او پاكستان هم امريكې سره ښې اړيكې غواړي۔