اسلام آباد۔12جون (اے پي پي ) د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف وئېلي دي د لوي څښتن په شکر او توفیق د پاکستان حج آپریشن ډېر ښه پاتي شو ، پرله پسې په دويم كال د سعودي د مذهبي چارو وزارت د اړخه ایکسیلینس ایوارډ راكړے شو كوم چې د پاکستان لپاره لوي درناوے دے، د وزیراعظم محمد شهباز شریف په هدایت او …
د پاکستانو حج كوونكو شمېره په نړۍ كښې په دويم لمبر وه ، حج آپریشن په زړه پورې پاتي شو ، سردار محمد یوسف

مزید خبریں
اسلام آباد۔12جون (اے پي پي ) د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف وئېلي دي د لوي څښتن په شکر او توفیق د پاکستان حج آپریشن ډېر ښه پاتي شو ، پرله پسې په دويم كال د سعودي د مذهبي چارو وزارت د اړخه ایکسیلینس ایوارډ راكړے شو كوم چې د پاکستان لپاره لوي درناوے دے، د وزیراعظم محمد شهباز شریف په هدایت او سرپرستۍ كښې حج مشن كښې د ټولو شته اسانيو په كارولو عازمین ته ښه سهولیات وركړے شول ۔ ده د جمعې په ورځ اسلام آباد انټرنیشنل ایئرپورټ باندې د هر كلي دستورې ته خطاب كولو ۔ ده د حج آپریشن په کامیابیو او مهمو برخو رڼا اچولو سره ووئېل د لوي څښتن په شكر د پاکستان حجاج جشېره په ګرده نړۍ كښې په دويم لمبر ده او د دومره زيات شمېر باوجود انتظامات مثالي او غوره وو ۔ ده ووئېل سږ كال د روډ ټو مکه پراجیکټ نه 80 فیصده حجاج کرام مستفید شول او شخصي حج سکیم ته هم درې ایوارډ تر لاسه شول كومو چې د پاکستان لپاره لوي اعزاز دے ۔ ده ووئېل د سعودي د مذهبي چارو وزارت سره زمونږ مثالي رابطه وه او د سعودی حکومت د عازمین لپاره ول سهولیات وركړي په كومو چې مونږ د خادم الحرمین الشریفین او ولي عهد محمد بن سلمان پشمول د سعودي قیادت مننه كوو۔سردار محمد یوسف د راروانې حج پالیسۍ او رہائشي سهولیات په ړه ووئېل د سعودي حج وزارت د ښې حج پالیسۍ اعلان كړے دے د كومې تر مخه چې د سعودی ډیډ لائن مطابق حج پالیسي روانه مياشت به وفاقي کابینې ته وړاندې كولې شي او حج درخواستونه به وړورمبے راشئ او وړورمبي واخلې پالیسۍ تر مخه جمع كېدې شي ۔







