ټوکیو 09 اګست (اے پي پي) ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګرترش وئيلي دي د ځينو هېوادونو لخوا د خپلو اتومي وسلو پرله پسې زياتوالي له امله د ګردې نړۍ د لكهونو په شمېر خلق نن هم د اتومي جنګ خطرو د سېوري لاندې ژوند كوي۔ عمومي سېكتر دا خبرې د جاپان په ناګاساكي ښار د امريكې د اتومي بريد د 73 كلونو ترسره كېدو په موقع دستورې ته وېنا كښې …
د ځينو هېوادونو لخوا د اتومي وسلو پرله پسې زياتوالي له امله د نړۍ د لكهونو په شمېر خلق نن هم د اتومي جنګ خطرو سره ژوند كوي

مزید خبریں
ټوکیو 09 اګست (اے پي پي) ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګرترش وئيلي دي د ځينو هېوادونو لخوا د خپلو اتومي وسلو پرله پسې زياتوالي له امله د ګردې نړۍ د لكهونو په شمېر خلق نن هم د اتومي جنګ خطرو د سېوري لاندې ژوند كوي۔ عمومي سېكتر دا خبرې د جاپان په ناګاساكي ښار د امريكې د اتومي بريد د 73 كلونو ترسره كېدو په موقع دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ انتونيو ګرترش په ناګاساكي د اتومي بريد په اړه دستوره كښې ګډون كوٶنكې د ملګرو ملتونو وړومبنې مشر دے ۔ هغه ووئيل د اتومي بريد په نتيجه كښې د تباهۍ آثار 73 كاله تېرېدو باوجود ليدلې كېدې شي٬ اتومي هېوادونه خپلې اتومي وسلې په لا جديد كولو زياتې پېسې خرڅ كوي او د اتومي وسلو د تخفيف هڅې تقريباً معطل شوې ۔ ده ووئيل نړۍ كښې په هر ډول وسله تخفيف ضروري دے خو په اتومي وسله كښې تخفيت ډېر ضروري دې۔ د يادونې وړ ده امريكې وړومبي اتومي بم په هېروشيما د اګست په 6مه نيټه كال 1945 كښې غورځولې ٶ چې له امله ئې يو لك 40 زره كسان مړه شوې وو٬ دغسې امریکې درې ورځې پس د جاپان سمندر غاړې ښار ناګاساكي باندې د پلوټوينم بم بريد كړې ٶ چې په نتيجه كښې ئې د 74 زره نه زيات كسان مړه شوې وو او د دغې نه پس په 15م اګست 1945 د وسلې غورزولو اعلان وكړې شو ۔ د زيارت په ورځ په ناګاساكي د بريد په ياد كښې 33 فټه لوړ يادګار سره نزدې په دستوره كښې يو شمېر كسانو ګډون وكړٶ۔ په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوترش او د جاپان وزيراعظم شنزوايبے په اتومي بريد كښې د مړو شوو په يادګار ګلونه وشيندل ۔ په دې موقع د ناګاساكي ميئر ټومي بېساټاوي نړۍ د اتومي وسلو نه د پاكولو اپېل وكړو۔ ده ووئيل د بده مرغه د اتومي وسلو د لارې پوځي طاقت كښې د زياتوالي رجحان يو ځل بيا وده مومي كوم چې د جاپان دواړو ښارونو مېشته وګړو لپاره د اندېښنې سوب دے










