هندي ځواكونو په په مقبوضه كشمير كښې يو بل ځوان شهيد كړو٬ د شهيد شويو شمېره 5 ته ورسېده

سرينګر 09 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې د زيارت په ورځ په بارهموله ضلع كښې يو بل ځوان شهيد كړو چې ورسره د تېرې ورځې نه تر اوسه د شهيد شويو شمېره زياتېدو سره 5 ته رسېدلې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي عسكرو په رفيع آباد سيمه كښې دا ځوان د لټون او محاصرې عملياتو په …

سرينګر 09 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې د زيارت په ورځ په بارهموله ضلع كښې يو بل ځوان شهيد كړو چې ورسره د تېرې ورځې نه تر اوسه د شهيد شويو شمېره زياتېدو سره 5 ته رسېدلې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي عسكرو په رفيع آباد سيمه كښې دا ځوان د لټون او محاصرې عملياتو په مهال شهيد كړے۔ تېره ورځ هم په دې سيمه كښې څلور ځوانان شهيدان كړے شوي وو۔ تر وروستو اطلاعاتو په سيمه كښې د هندي پوځ عمليات روان وو چې پكښې ګن شپ چورلكې هم كارول شوې دي۔ له بلې خوا د هندي اېجنټانو په تشدد كښې ژوبل شوې د آصف صوفي په نوم ځوان هم د زيارت په ورځ د سرينګر په يو روغتون كښې ساه وركړې۔

مزید خبریں