اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي﴾ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان سره د زيارت په ورځ د سعودي عرب سفير عبدالله مرزوق الزهراني ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او سعودي عرب په اړيكو او د امنيتي چارو پشمول په روانه مرسته او د منطقې او په نړيواله كچه په رامخې ته شويو بدلونونو خبرې اترې وشوې۔ دې سره سره په كال 2011 كښې …
چوهدري نثارعلي خان سره د سعودي عرب سفير عبدالله مرزوق الزهراني وليدل
اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي﴾ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان سره د زيارت په ورځ د سعودي عرب سفير عبدالله مرزوق الزهراني ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او سعودي عرب په اړيكو او د امنيتي چارو پشمول په روانه مرسته او د منطقې او په نړيواله كچه په رامخې ته شويو بدلونونو خبرې اترې وشوې۔ دې سره سره په كال 2011 كښې په كراچۍ كښې د سعودي سفارت كار وژنې كېس په تفتيش هم خبرې وشوې۔ په دې موقع داخله وزير ووئيل د سعودي سفكارتكار په وژنه كښې ككړ كسان به په هر صورت انصاف سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس سعودي عرب سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دې كښې لا پراختيا غواړي۔








