سوريه كښې د اتحادي ځواكونو بمبارۍ په نتيجه كښې د داعش 28 جنګيالي ووژل شول

دمشق۔ 7 اګست (اے پی پی) سوريه كښې د بشري حقونو ډلې وئيلي چې د هېواد په ختيځو سيمو كښې د نړيوال پوځي اتحاد جنګي الوتكو بمبارۍ په نتيجه كښې د داعش 28 جنګيالي وژلې شوي۔ د العربيه ټي وي ترمخه د عراق پولې سره پېوست سيمې دیر الزور كښې د سیرین ډېموکرېټک فورس مرستيال نړيوال اتحاد دداعش يو شمېر ځايونه په نښه كړل۔ سوريه كښې د بشري حقونو ډلې …

دمشق۔ 7 اګست (اے پی پی) سوريه كښې د بشري حقونو ډلې وئيلي چې د هېواد په ختيځو سيمو كښې د نړيوال پوځي اتحاد جنګي الوتكو بمبارۍ په نتيجه كښې د داعش 28 جنګيالي وژلې شوي۔ د العربيه ټي وي ترمخه د عراق پولې سره پېوست سيمې دیر الزور كښې د سیرین ډېموکرېټک فورس مرستيال نړيوال اتحاد دداعش يو شمېر ځايونه په نښه كړل۔ سوريه كښې د بشري حقونو ډلې ګروپ سیرین آبزروېټری ترمخه د سوريه په ختيځه سيمه د بمبارۍ په نتيجه كښې 28 جنګيالي وژلې شوي دي۔ د آبزروېټری ډائرېکټر رامی عبدالرحمان ترمخه ځپلې سيمو ته د بشري حقونو كارمندان رسېدلې نه شي چې له امله ئې د مړو شمېرې زياتېدو اندېښنه ده

مزید خبریں