بیجنګ ۔ 5 اګست (اے پی پی) چینايي كمپني به د پاكستتان چين اقتصادي راهدارۍ كاميابۍ په ډاګه كوؤنكې فلم جوړوي په كوم كښې به چې د دواړو ملګرو هېوادونو د دوه اړخيزه ملګرتيا يو شمېره اړخونه په حقيقي توګه ښودلې شي۔ د سركاري ذريعو ترمخه سیچوان چنګ چنګ کلچر اېنډ میډیا کمپنی به د فلاور سسټرز په نوم د جوړېدونكي دې فلم عكس بندي اسلام آباد ٬ لاهور او …
چینايي كمپني به د پاكستتان چين اقتصادي راهدارۍ كاميابۍ په ډاګه كوؤنكې فلم جوړوي

مزید خبریں
بیجنګ ۔ 5 اګست (اے پی پی) چینايي كمپني به د پاكستتان چين اقتصادي راهدارۍ كاميابۍ په ډاګه كوؤنكې فلم جوړوي په كوم كښې به چې د دواړو ملګرو هېوادونو د دوه اړخيزه ملګرتيا يو شمېره اړخونه په حقيقي توګه ښودلې شي۔ د سركاري ذريعو ترمخه سیچوان چنګ چنګ کلچر اېنډ میډیا کمپنی به د فلاور سسټرز په نوم د جوړېدونكي دې فلم عكس بندي اسلام آباد ٬ لاهور او ګلګت كښې كوي۔د دې فلم منظوري د چين د پرېس پبلېكېشن ٬ رېډيو ٬ فلم اېنډ ټي وي سټېټ اېدمنسټرېشن وركړې۔ پاكستان كښې اړوند همكاران به د دې فلم په تيارۍ كښې چينائي كمپنۍ ته پاكستاني سيمو كښې ټولې اسانۍ وركوي۔










