د وېنزوېلا په اولس مشر قاتلانه بريد ۔ اولس مشر سلامت پاتې شو٬ 7 عسكر ژوبل

کراکس ۔ 5 اګست (اے پی پی) د وېنزوېلا په اولس مشر نكولس مېدورو د نېشنل ګارډ دستوره كښی د ډرون د لارې قاتلانه بريد وكړې شو۔ د ايراني ټي وي ترمخه د وېنزوېلا پلازمينه كراكس كښې په اولس مشر نکولس مېډورو د نېشنل ګارډ دستورې ته د خطاب په مهال د ډرون د لارې قاتلانه بريد وكړې شو كوم كښې چې اولس مشر محفوظ پاتې شوې ولې 7 عسكر ژوبل شوي۔ د وېنزوېلا د اطلاعاتو وزير ترمخه دا بريد هغه وخت وكړې شو كله چې اولس مشر د نېشنل ګارډ دستورې ته خطاب كولو۔ اولس مشر قام ته خپل خطاب كښې ووئيل چې خدائې ٬ د وېنزوېلا اولس او عسكر به زما حفاظت كوي اود حكومت په ضد د تشدد كارروائۍ كوؤنكي به ټول عمري ناكامه وي۔ اولس مشر ووئيل د بريد په اړه پلټنې پېل كړې شوي دي او ځينې شكمن نيولي شوي دي۔ ده ووئيل امريكا او كولمبيا په وېنزوېلا كښې د شر شدت هڅې كوي۔