د ګرديز ښار جومات كښې د جمعې لمونځ په مهال ځانمرګې بريدونه د جنګي جرمونو برابر دي۔ افغانستان لپاره د يو اېن مشن

نیو یارک ۔04 اګست(اے پی پی) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مشن وئيلي دي چې د ګرديز ښار جومات كښې د جمعې لمونځ په مهال ځانمرګې بريدونه د جنګي جرمونو برابر دي۔ مشن ددې ځانمرګې بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه هم كړې د كومې په نتيجه كښې چې 80 كسان مړه او 70 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې مشن (یو این اے …

نیو یارک ۔04 اګست(اے پی پی) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مشن وئيلي دي چې د ګرديز ښار جومات كښې د جمعې لمونځ په مهال ځانمرګې بريدونه د جنګي جرمونو برابر دي۔ مشن ددې ځانمرګې بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه هم كړې د كومې په نتيجه كښې چې 80 كسان مړه او 70 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې مشن (یو این اے ایم اے) مشر او د افغانستان عمومي سېكتر خاص استازي تدامیچی یاماموتو وئيلي دي د بې ګناه وګړو په نښه كول هېڅ جواز نه لري۔ ده ووئيل ددې منصوبو جوړونكي انصاف سره مخامخ كول ضروري دي ولې چې په نړيوال قانون كښې هم د بې ګناه وګړو د مال او ځان نښه كولو څخه منع شوې۔ ده ووئيل په مذهبي غونډو او عبادت خانو دا ډول بريدونه د نړيوال قانون خلاف ورزي ده او دا د جنګي جرم برابر دي۔

مزید خبریں