اوس يو كشميري وګړې هم كشمير د هند برخه جوړېدل نه غواړي

واشنګټن 03 اګست (اے پي پي) د هند په زياتره هندو آبادۍ كښې د قام پرستۍ جذباتو اضافې په نيتجه كښې د كشميريانو مسلمانانو د هند په ضد كركه زياتېږي۔ دا خبره د امريكې نوميالۍ ورځپاڼې نيويارك ټائمز خپل راپور كړې۔ راپور كښې وئيلي شوې د هند په زياتره هندو آبادۍ كښې د قام پرستۍ جذباتو اضافې سره زياتره مسلمانان په نښه كېږي او د دغې نتيجه دا رامخې ته …

واشنګټن 03 اګست (اے پي پي) د هند په زياتره هندو آبادۍ كښې د قام پرستۍ جذباتو اضافې په نيتجه كښې د كشميريانو مسلمانانو د هند په ضد كركه زياتېږي۔ دا خبره د امريكې نوميالۍ ورځپاڼې نيويارك ټائمز خپل راپور كړې۔ راپور كښې وئيلي شوې د هند په زياتره هندو آبادۍ كښې د قام پرستۍ جذباتو اضافې سره زياتره مسلمانان په نښه كېږي او د دغې نتيجه دا رامخې ته شوه چې هند څخه د كركه كوٶنكو كشميريانو شمېره د وړاندې نه ډېره زياته ده او ھغوي د هندي تسلط څخه د آزادۍ په هلو ځلو كښې د كشميريانو سره اودرېږي۔ د هند واكمن ګوند بي جے پي په اقتدار كښې د راتللو نه پس هندوانو كښې د قام پرستۍ جذبات زيات شوي او د واكمن ګوند د يو شمېر لارښودو رېكارډ مسلم اقليتونو سره د سلوك پحقله د اعتراض وړ دے ۔ د بي جے پي د لارښودو طرز عمل هندي مسلمانان نورې تنهائۍ پلو شړلي او د انتها پسند هندوانو ئې ډاډګيرنه كړې چې په سوب ئې ګرد هند كښې په مسلمانانو بريدونه او د دوي د وژلو واردات زيات شوي۔ راپور كښې زياته كړې شوې مقبوضه كشمير كښې د بي جے پي په طرز سياست مسلمانان د هند نواز حكومت لا مخالفت له اماده كړي چې پكښې ځينې خلق د خپلو جذباتو اظهار له وسله راخلي او ځيني د كاڼو ويشتو د لارې دغه اظهار كوي خو د دواړو محركو جذبه يوه يعنې هند څخه كركه ده۔ ورځپاڼې مقبوضه كشمير د آسياء خطرناك فلېش پوائنټ ګرځولو سره ليكلي دي د ځائي وګړو د هند تسلط څخه د خلاصي هلې ځلې د څو لسيزو راهسې روانې دي٬ بلخوا دا هم حقيت دے په دې موده كښې هند او پاكستان اتومي طاقتونه جوړ شوې۔ راپور پاكستان كښې د ټولټاكنو په نتيجه كښې د پاکستان تحریك انصاف مشر عمران خان د هغې بيان حواله هم وركړې كوم كښې چې ھغه د كشمير كشاله د خبرو اترو د لارې د هوارولو عزم څرګند كړې ۔ په ټولټاكنو كښې د عمران خان د کامیابۍ نه پس هندي وزیراعظم نرېندرا مودي ھغه ته د مباركۍ ټېلي فون د اشاره ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كشمير په كشاله څه برېك تهرو ممكن دے۔ راپور كښې وئيلي شوې مقبوضه کشمیر كښې د هند په ضد كركه پرله پسې زياتېږي او په دې سيمه كښې د هندي تسلط په ضد مقاٶمت ځائي دے او په دې مقاٶمت كښې شامل آزادي خوښي زياتره ځوانان دي۔ اوس د جیوپولیټکس په ځائي د هند مسلم دښمنه سياست د مقبوضه كشمير د

مزید خبریں