برطانوي حكومت د ټولټاكنو كاميابۍ سره په ترسره كېدو پاكستان او پاكستاني اولس ته مباركي وركړه

لندن ۔ 28جولائی (اے پی پی) د برطانيې حكومت د ټولټاكنو كاميابۍ سره په ترسره كېدو پاكستان او پاكستاني اولس ته مباركي وركړې او د پاكستان نوي ټاكلي وفاقي حكومت او صوبائي حكومتونو سره كار او مرسته كولو له ئې د خپل عزم څرګندونه كړې۔ د برطانيې د خارجه وزارت او دولت مشتركه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان كښې د برطانيې خارجه وزير جریمی هنټ د 25 جولائي ټاكنو …

لندن ۔ 28جولائی (اے پی پی) د برطانيې حكومت د ټولټاكنو كاميابۍ سره په ترسره كېدو پاكستان او پاكستاني اولس ته مباركي وركړې او د پاكستان نوي ټاكلي وفاقي حكومت او صوبائي حكومتونو سره كار او مرسته كولو له ئې د خپل عزم څرګندونه كړې۔ د برطانيې د خارجه وزارت او دولت مشتركه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان كښې د برطانيې خارجه وزير جریمی هنټ د 25 جولائي ټاكنو په كېدو د كروړونو په شمېر پاكستاني ووټرانو ته مباركي وركړې۔ برطانوی خارجه وزير په تېرو ورځو كښې په ترسره شوې بريدونو كښې د حق رسېدليو غمجنيو كورنيو سره غمرازي هم كړې۔ برطانوی خارجه وزير پاكستان كښې د شويو ټاكنو په اړه د نړيوالو مبصرينو د ابتدائي رايې او نتيجو هركلې هم وكړو۔ ده ووئيل د ټاكنو عمل كښې په سپېځلتيا راوستلو بايد د الېكشن كمېشن ستائنه وكړې شي۔ ده ووئيل پاكستان او برطانيه خپلو كښې د اوږدې مودې همكاري لري مونږ نوي وفاقي او صوبائي حكومتونو سره كار كولو ته سترګې په لار يوو۔
برطانوی خارجه سېكتر جرېمي هنټ ووئيل برطانيه د پاكستاني اولس سباؤن ٬ روښانه ٬ سوكاله ٬ مصبوط او جمهوري جوړولو كښې د پاكستان مرسته كولې شي

مزید خبریں