د تركيې اولس مشر به ﴿نن﴾ د بركس مشرانو په غونډه كښې ګډون كوي

انقره 24 جولائي (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان به د سوئيلي افريقې په جوهانسبرګ ښار كښې ﴿نن﴾ د شورو په ورځ پېل كېدونكي د بركس مشرانو په درې ورځنې غونډه كښې ګډون كوي۔ د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې تركيه د بركس د مشرانو په غونډه كښې د اسلامي مرستې تنظيم د اوسني چيئرمېن په حېث رابلل شوې۔ د تركيې اولس مشر به د …

انقره 24 جولائي (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان به د سوئيلي افريقې په جوهانسبرګ ښار كښې ﴿نن﴾ د شورو په ورځ پېل كېدونكي د بركس مشرانو په درې ورځنې غونډه كښې ګډون كوي۔ د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې تركيه د بركس د مشرانو په غونډه كښې د اسلامي مرستې تنظيم د اوسني چيئرمېن په حېث رابلل شوې۔ د تركيې اولس مشر به د غونډې په مهال دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوے۔ په بركس كښې برازيل٬ روسيه٬ هند٬ چين او سوئيلي افريقا شامل دي۔

مزید خبریں