فلسطيني اولس مشر سره په ملاقات كښې د روسيې اولس مشر د مېنځني ختيځ په صورتحال اندېښنه وښودله

ماسكو 15 جولائي (اے پي پي) فلسطيني اولس مشر محمود عباس سره په ملاقات كښې د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن د مېنځني ختيځ په صورتحال اندېښنه ښودلې۔ د مېډيا په يو راپور كښې وئيلي شوي دي چې د فلسطيني انتظاميې اولس مشر وئيلي دي چې د غېر قانوني يهودي مېشت ځايونو د پراختيا په نتيجه كښې بحران رامېنځ ته شوې۔ محمود عباس ووئيل چې د امريكې لخوا د …

ماسكو 15 جولائي (اے پي پي) فلسطيني اولس مشر محمود عباس سره په ملاقات كښې د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن د مېنځني ختيځ په صورتحال اندېښنه ښودلې۔ د مېډيا په يو راپور كښې وئيلي شوي دي چې د فلسطيني انتظاميې اولس مشر وئيلي دي چې د غېر قانوني يهودي مېشت ځايونو د پراختيا په نتيجه كښې بحران رامېنځ ته شوې۔ محمود عباس ووئيل چې د امريكې لخوا د اسرائيلي حكومت د ملاتړ له امله په مېنځني ختيځ كښې دا صورتحال رامېنځ ته شوې۔ د يادونې وړ ده چې د امريكې لخوا سفارت د تل ابيب څخه بيت المقدس ته د منتقل كېدو نه پس د فلسطيني اولس احتجاج او د اسرائيلي ځواكونو ظلم زيات شوے۔ د امريكائي حكومت دا اقدام د ملګرو ملتونو د قرادادونو خلاف ورزي ده۔

مزید خبریں