د سوريې په سوئيلي لوېديځه سيمه كښې د 3 لكو نه زيات خلق غېر محفوظ دي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 14 جولائي (اے پی پی) ملګرو ملتونو د سوريې د سوئيلي لوېديځې سيمې وضعه اندېښمنه ګرځولې۔ د دې نړيوال تنظيم وياند په يو بيان كښې وئيلي دي چې د سوريې په سوئيلي لوېديځه سيمه كښې د درې لكو نه زيات وګړي د جنګ له امله ځپلي كېږي او د دوي تحفظ لپاره اقدامات كول ضروري دي۔ رېډكراس د ځپليو د بنيادي ضرورياتو ابتدائي لسټ تيار كړے۔ د ملګرو …

ملګري ملتونه 14 جولائي (اے پی پی) ملګرو ملتونو د سوريې د سوئيلي لوېديځې سيمې وضعه اندېښمنه ګرځولې۔ د دې نړيوال تنظيم وياند په يو بيان كښې وئيلي دي چې د سوريې په سوئيلي لوېديځه سيمه كښې د درې لكو نه زيات وګړي د جنګ له امله ځپلي كېږي او د دوي تحفظ لپاره اقدامات كول ضروري دي۔ رېډكراس د ځپليو د بنيادي ضرورياتو ابتدائي لسټ تيار كړے۔ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د ادارې وياند وئيلي دي چې ضرورت مندو سره مرسته كول ضروري دي۔ ده ووئيل چې ملګرو ملتونو د خپلو شراكت والو په مرسته 8630 ته د خوراك څښاك څيزونه رسولي دي او په درعه٬ السويدا او القنيطره سيمو كښې نور سامان هم وېشل كېږي۔

مزید خبریں