نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك سره افغان سفير ډاكټر عمر زاخيلوال ملاقات

APP20-10 ISLAMABAD: July 10 - Dr. Hazrat Omer Zakhilwal, Ambassador of Afghanistan to Pakistan pays a courtesy call on the Prime Minister Justice (Retd) Nasir-ul-Mulk at PM Office. APP

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك سره په پاكستان كښې د افغانستان سفير ډاكټر عمر زاخيلوال ملاقات كړې۔نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه اړيكو كښې په بهترۍ د اطمينان څرګندونه كړی او په خاص توګه د افغانستان د ايكشن پلان فارپيس اينډ سوليډيټرټي په تناظر كښې تراوسه د شوي پرمختګ په روانه ساتلو ئې زور راوړې۔د افغانستان سفير عمر زاخيلوال ووئيل دوه اړخيزه خبرې غوره ذريعه ده او افغانستان پاكستان ايكشن پلان به په ټولو څانګو كښې د مثبت پرمختګ په لړ كښې آسانې برابر كړي۔ده ووئيل د وړوكي اختر په موقع د ډزبندۍ نه پس د امن خواهش زيات شوې او پھ دې لړ كښې د لا پرمختګ امكانات ښكاره شوي۔نګران وزيراعظم ووئيل د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔د پاكستان لخوا په افغانستان كښې د افغانانو په مشرۍ كښې د سولې عمل لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو