نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك سره په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهيل محمود ملاقات

APP21-10 ISLAMABAD: July 10 – Pakistan’s High Commissioner to India, Sohail Mahmood called on Prime Minister, Justice (Retd) Nasir-ul-Mulk at PM Office. APP

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك سره په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهيل محمود ملاقات كړے او وزيراعظم يې د پاكستان او هند د اړيكو د ټولو اړخونو په اړه خبر كړے۔نګران وزيراعظم د يو بل احترام او د يو ډول خپلواكۍ په بنياد هند سره په سوله ايزو او د ګاونډيتوب ښو اړيكو لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ده په سوئېلي آسيا كښې پوخ امن او استحكام لپاره د جمو او كشمير شخړې پشمول د پاكستان او هند ترمينځه د ټولو شخړو په سوله ايز حل او د پائيدار روابطو په اهميت هم زور راوړو۔د ملاقات په مهال د خارجه سېكتره تخمينه جنجوعه هم موجود وه۔