غزہ سټی ۔ 10 جولائی (اے پی پی) په فلسطین كښې كه يو پلو د ثانوي تعليمي امتحاناتو په نتيجو كښې د غوره كاركردګۍ په څرګندونه كولو د لكھونو په شمېر طالبعلمان د خپلې كاميابۍ جشن لمانځي نو بل پلو د اسرائيل په زندانونو كښې بنديوان 900 فلسطيني زلمي د تعليم حق څخه محروم ساتلې شوي دي۔ د مركز اطلاعات فلسطين ترمخه د بنديوانو چارو فلسطيني محكمې لخوا جاري كړې …
د اسرائيل په زندانونو كښې بنديوان 900 فلسطيني زلمي د تعليم حق څخه محروم دي

مزید خبریں
غزہ سټی ۔ 10 جولائی (اے پی پی) په فلسطین كښې كه يو پلو د ثانوي تعليمي امتحاناتو په نتيجو كښې د غوره كاركردګۍ په څرګندونه كولو د لكھونو په شمېر طالبعلمان د خپلې كاميابۍ جشن لمانځي نو بل پلو د اسرائيل په زندانونو كښې بنديوان 900 فلسطيني زلمي د تعليم حق څخه محروم ساتلې شوي دي۔ د مركز اطلاعات فلسطين ترمخه د بنديوانو چارو فلسطيني محكمې لخوا جاري كړې شوي راپور كښې وئيلي شوي چې د كال 2018ء ثانوی تعلیمی بورډ امتحانونو كښې په اسرائیلی زندانونو كښې د بنديوان پاتې كېدو په سوب 900 فلسطینی طالب علمان شامل نه شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې كال 2009ء څخه تر 2014ء اسرائيلي ځواك د زرګونو په شمېر فلسطيني طالبعلمان امتحانونو څخه محروم ساتلي دي









