مېډرډ 08 جولائي (اے پي پي) هسپانيه د مقبوضه بيت المقدس په خان الاحمر سيمه كښې په فلسطينيانو د اسرائيلي ځواكونو د وحشيانه تشدد كلكه غندنه كړې۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې د هسپانيه د حكومت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په ختيز بيت المقدس كښې د خان الاحمر او د ابو النوار سيمو څخه د فلسطينيانو په جبر بې دخل كول د …
هسپانيه په خان الاحمر كښې په فلسطينيانو د وحشيانه تشدد كلكه غندنه وكړه

مزید خبریں
مېډرډ 08 جولائي (اے پي پي) هسپانيه د مقبوضه بيت المقدس په خان الاحمر سيمه كښې په فلسطينيانو د اسرائيلي ځواكونو د وحشيانه تشدد كلكه غندنه كړې۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې د هسپانيه د حكومت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په ختيز بيت المقدس كښې د خان الاحمر او د ابو النوار سيمو څخه د فلسطينيانو په جبر بې دخل كول د غندنې وړ كار دے۔ د هسپانيه حكومت اسرائيل ته وئيلي دي چې دا اقدامات دې بند كړي ځكه چې دا د نړيوالو قوانينو سخته خلاف ورزي ده۔









