رياض 08 جولائي (اے پي پي) په سعودي كښې د غېر قانوني كډوالو څخه د وطن پاكولو كمپائن په مهال تر اوسه 13 لكه 59 زره 345 غېر قانوني كډوال نيول شوي دي۔ د سعودي ورځپاڼې راپور له مخې په دې كښې 10 لكه 17 زره 427 كسانو د اقامه د قوانينو خلاف ورزي كړې۔ دوه لكه 33 زره 125 كسانو د لېبر قوانينو خلاف ورزي كړې۔ په دې لړ …
په سعودي كښې تر اوسه 13 لكه 59 زره 345 غېر قانوني كډوال نيول شوي دي

مزید خبریں
رياض 08 جولائي (اے پي پي) په سعودي كښې د غېر قانوني كډوالو څخه د وطن پاكولو كمپائن په مهال تر اوسه 13 لكه 59 زره 345 غېر قانوني كډوال نيول شوي دي۔ د سعودي ورځپاڼې راپور له مخې په دې كښې 10 لكه 17 زره 427 كسانو د اقامه د قوانينو خلاف ورزي كړې۔ دوه لكه 33 زره 125 كسانو د لېبر قوانينو خلاف ورزي كړې۔ په دې لړ كښې په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې 21 زره 112 كسان په غېر قانوني توګه سعودي ته د ننوتلو په هڅو كښې نيول شوي دي۔ د اقامه او لېبر قوانينو خلاف وزري كوونكي 3 لكه 46 زره 976 كسان د هېواد نه شړل شوي دي۔








