رياض 08 جولائي (اے پي پي) سعودي او روسيې د خلا په سوله ايز استعمال كښې د مرستې لوظنامه لاسليك كړې ده۔ د سعودي ورځپاڼې راپور له مخې د سعودي په پارلمان كښې د بحث نه پس غړو د دې لوظنامې منظوري وركړې۔ دواړو ډلو په دې لړ كښې په ماسكو كښې لوظنامه لاسليك كړې۔ د شورا غړو د لوظنامې په مسوده د تعليمي او سائنسي ريسرچ كمېټې راپور اورېدولو …
د سعودي او د روسيې ترمېنځه د خلائي مرستې لوظنامه وشوه

مزید خبریں
رياض 08 جولائي (اے پي پي) سعودي او روسيې د خلا په سوله ايز استعمال كښې د مرستې لوظنامه لاسليك كړې ده۔ د سعودي ورځپاڼې راپور له مخې د سعودي په پارلمان كښې د بحث نه پس غړو د دې لوظنامې منظوري وركړې۔ دواړو ډلو په دې لړ كښې په ماسكو كښې لوظنامه لاسليك كړې۔ د شورا غړو د لوظنامې په مسوده د تعليمي او سائنسي ريسرچ كمېټې راپور اورېدولو سره د لوظنامې منظوري وركړه۔ د سعودي پارلمان برتانيې او شمالي آئرلېنډ سره د سېلګرې وېزو پشمول د تفاهم د ياښتونو منظوري هم وركړې۔








