د تركيې د نوي ټاكل شوي اولس مشر د سوګند پورته كولو دستوره به ﴿سبا﴾ كېږي

انقره 07 جولائي (اے پي پي) د تركيې د نوي ټاكل شوي اولس مشر رجب طيب اردوان د سوګند پورته كولو دستوره به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ كېږي٬ په دستوره كښې ګډون كولو لپاره د 70 هېوادونو مشرانو ته بلنه وركړې شوې۔ د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د جون په 24مه نېټه د اولس مشرې په ټاكنو كښې رجب طيب اردوان 52 فيصده رائې ترلاسه كړې وې۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې به د وېنزوېلا٬ قزاخستان٬ مقدونيه٬ صوماليه٬ زيمبيا٬ بوسنياهرزګوينا٬ بلغاريه٬ جارجيا٬ پاكستان او د يوكرېن د اولس مشرانو نه علاوه د يو شمېر هېوادونو د اسمبلو سپيكران او نور اعلٰي چارواكي ګډون كوي۔